پکتیکا ولایت کې د ۵ مېلیونه افغانیو په لګښت ۱۸ بابه تعلیمي مرکزونه بیاورغول شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۲:۳۷
dfgh

د تعلیمي اسانتیاوو پراختیا او د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړې معیاري چاپېریال چمتو کولو په موخه، پوهنې وزارت د پکتیکا ولایت د ۱۸بابه دیني مدارسو او ښوونځيو د ساتونکو استوګنځایونو او اودس‌خونو ترمیم چارې د څه کم ۵ مېلیونه افغانیو په لګښت بشپړې کړې.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد په وینا، د زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړې د سالم او خوندي چاپېریال رامنځته کول د هغوی په ښوونه او روزنه کې مهم رول لري او زیاته یې کړه چې د تعلیمي تاسیساتو بیارغونه نه یوازې د ودانیو فزیکي بیارغونه ده، بلکې د زده‌کوونکو د زده‌کړې په پروسه هم ژور اغېز لري.
د چارواکو په وینا د بیارغونې چارو ټولې تخنیکي مرحلې له نږدې څارل شوې او د ودانیو، د اوبو رسولو سیسټمونو او ساتونکو د استوګنځایونو بیارغونه د انجنیرۍ له معیارونو سره سمه ترسره شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۵۵
Background image

بدخشان ولایت کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ دهسنگان منځني ښوونځي ودانۍ، له اساسي ترمیم او د نویو تشنابونو له جوړېدو وروسته، بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد ښوونځی چې د همکارې ادارې له لوري د ۱. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

په لوګر ولایت کې د ۱۴۰ تنو ښوونکو او د تعلیمي بنسټونو د مدرسینو په ګډون علمي ناسته پیل شوه

 د لوګر ولایت مرکز اړوند ۱۴۲ بابه دیني مدارسو او ښوونځیو د ۲۵۰ تنو ښوونکو په ګډون د «قرآن کریم په اسانه طریقه تدریس» تر سرلیک لاندې درې ورځنی علمي او روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاده ناسته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۲۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یوه ښوونځي سره د خېمې او قرطاسیې مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ لخوا، د ننګرهار ولایت سپین‌غر ولسوالۍ اړوند مهمند راغه لومړني ښوونځي سره د یوې خېمې، د پاکو اوبو ذخیرې او قرطاسیې مرسته وشوه.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو له زده. . .

BACK TO NEWS