پکتیکا ولایت کې د ۵ مېلیونه افغانیو په لګښت ۱۸ بابه تعلیمي مرکزونه بیاورغول شول
د تعلیمي اسانتیاوو پراختیا او د ښوونکو او زدهکوونکو لپاره د زدهکړې معیاري چاپېریال چمتو کولو په موخه، پوهنې وزارت د پکتیکا ولایت د ۱۸بابه دیني مدارسو او ښوونځيو د ساتونکو استوګنځایونو او اودسخونو ترمیم چارې د څه کم ۵ مېلیونه افغانیو په لګښت بشپړې کړې.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد په وینا، د زدهکوونکو لپاره د زدهکړې د سالم او خوندي چاپېریال رامنځته کول د هغوی په ښوونه او روزنه کې مهم رول لري او زیاته یې کړه چې د تعلیمي تاسیساتو بیارغونه نه یوازې د ودانیو فزیکي بیارغونه ده، بلکې د زدهکوونکو د زدهکړې په پروسه هم ژور اغېز لري.
د چارواکو په وینا د بیارغونې چارو ټولې تخنیکي مرحلې له نږدې څارل شوې او د ودانیو، د اوبو رسولو سیسټمونو او ساتونکو د استوګنځایونو بیارغونه د انجنیرۍ له معیارونو سره سمه ترسره شوې ده.
