پکتیکا ولایت کې د ۶۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ بابه مدارسو او ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۶
شبنتشسای

د پکتیکا ولایت په فرضي ډیورنډ کرښې پورې اړوندو ولسوالیو کې، د ۹ بابه ښوونځیو او یوې دیني مدرسې لپاره نوې ودانۍ جوړې او په رسمي ډول د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پوهنې چارواکو سربېره، والي، دیني علماءکرامو او د سیمه ییزو ادارو مسئولینو هم د پورته ذکر شویو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې ګډون درلود.
د دغو پروژو تطبیق لپاره، د اسلامي ا.مارت مشرتابه عالي مقام لخوا د ۸۰ مېلیونه افغانیو بودیجه منظوره شوې وه، چې له هغې څخه ۶۰ مېلیونه افغانۍ په یادو  پروژو لګول شوې دي.
د پکتیکا والي محترم مولوي عبدالخالق عابد په خپله وینا کې وویل چې د دغو ودانیو پرانیستنه، د پوهنې په وده او ښوونیز کیفیت په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.
د پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد هم زیاته کړه، چې د یادو ودانیو په بشپړېدو سره، زرګونه زده‌کوونکي د مناسب تعلیمي چاپېریال څخه برخمن شول.
د یادونې وړ ده چې، په هره ودانۍ کې ۸ درسي خونې، احاطوي دېوال، د پاکو اوبو سیسټم او نور اړین لوازم شامل دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS