پکتیکا کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ جوړه شوه
د پکتیکا ولایت وازیخوا ولسوالۍ منهاجالعلوم مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په ۲۵۰ زره افغانیو مالي مرسته یوه خامه ودانۍ جوړه شوې ده.
یاده ودانۍ پنځه درسي خونې، یوه برنډه او یو کوچنی سالون لري.
د پکتیکا پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي:« د سیمې د اوسېدونکو دغه ډول همکاري څرګندوي چې خلک د خپلو ښوونیزو او دیني بنسټونو د ودې او پراختیا لپاره کلکه ژمنتیا لري.»
