ډاکتر بلخي د کابل ښار وروستی چاودني زیانمن شوي زده کوونکو سره په لیدنه کي د "ښوونځي ډیرخوندیتوب میکانیزم" تر سره کیدو خبر ورکړ

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۱۱:۲۷
 ډاکتر بلخي د کابل ښار وروستي چاودني زیانمن شوي زده کوونکو سره په لیدنه کي د "ښوونځي ډیرخوندیتوب میکانیزم" تر سره کیدو خبر ورکړ

پوهنې وزارت- کابل: د کابل ښار وروستی چاودني چي د عزیر دوهم نمبر خصوصي ښوونځي ته نژدي د یو شمیر زده کوونکو د ټپي کیدو لامل شو. پوهنې وزیر د دي ښوونځي څخه د لیدني پر مهال د یاد ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو سره ولیدل.
دا لیدنه نن ورځ د چنګاښ ۲۳مه پداسي حال کي تر سره شوه چي د کابل ښار ۸ مه تعلیمي ناحيي وروستی چاودني له امله زیانمن شویو زده کوونکو ته د پوهنې وزارت مشرتابه په لارښوونه د رواني ناروغيو ګرځنده ټیم د زده کوونکو د رواني حالت د ښه والي په خاطر استول شوی دی.
ډاکتر بلخي د زده کوونکو رواني او جسمي حالت د ښه والي څخه خوښي وښوده او هغوی يي په جدي توګه زده کړو لپاره چي دافغانستان ښي او ارامه راتلونکي سبب وګرځي وهڅول.
پوهنې وزیر له یو شمیر زده کونکو سره د ښوونې اړتیاوو په باره کې خبري وکړي او وعده يې ورکړه چي مخکي له مخکي به د ښوونځيو ښه مصئونیت لپاره کار وکړي.
د یادوني وړ ده چي د کابل ښار ۸ تعلیمي ناحیه کي وروستي چاودنه د ۵۰ زده کوونکو د ټپي کیدو لامل شوه او د پوهنې وزیر په جدي لارښوونه د هغوي ښي روغتیا لپاره په خپل وخت اقدامات تر سره شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۲
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ۱۰,۰۰۰ لیټره پټرولو او ۶,۵۰۰ لیټره ډیزلو تیلو ته اړتیا لري.
هغه لوژستیکي، سوداګریز شرکتونه او د تېلو ټانک لرونکي چې د قرارداد ترلاسه کولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱- پوهنې وزارت د مسلکي او وړ کادرونو د ګومارنې په موخه، د غوښتونکو د تحصیلي او کاري اسنادو له دقیقې ارزونې وروسته، د ښوونیز نصاب د ۲۲ تخنیکي او تخصصي بستونو لپاره له ۱۶۰ تنو داوطلبانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۵:۵۴
Background image

په لوګر ولایت کې له یو باب ښوونځي سره د ۱۶۳ زره افغانیو مرسته وشوه

د یوې همکارې ادارې لوري، د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند له مغل‌خېلو لیسې لپاره د ۱۶۳ زره افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوې ده.
د مسوولینو په وینا، له دغې مالي مرستې سره ۲۵ لرګینې دروازې. . .

BACK TO NEWS