په لوګر ولایت کې له یو باب ښوونځي سره د ۱۶۳ زره افغانیو مرسته وشوه
د یوې همکارې ادارې لوري، د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند له مغلخېلو لیسې لپاره د ۱۶۳ زره افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوې ده.
د مسوولینو په وینا، له دغې مالي مرستې سره ۲۵ لرګینې دروازې او ۳۹ کړکۍ جوړې او نصب شوې دي.
همدارنګه د درسي ټولګیو لپاره ۶۲ متره مربع موکت فرش او ۱۴۲ متره فوم هم اخیستل شوي دي.
