کابل کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۵:۲۰
کابل کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت، کابل: د کابل ښار د څلورمې تعلیمي حوزې د سولې د انجونو لیسې د بنسټ ډبره د دوشنبې په ورځ د پوهنې وزارت د سرپرستې میرمن رنګینه حمیدي او ورسره مل پلاوي په شتون کې کېښودل شوه.

آغلې حمیدي په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د نوموړې لیسې جوړیدل یوه غوره کړنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د پوهنې کاروان زیاتو هڅو او جدي کار ته اړتیا لري او د هغه وخت را رسیدلی دی تر څو په هیواد کې د اسلامي او افغانې ارزښتونو په رڼا کې د نړیوالو معیارونو پر اساس د زده کړې لپاره د مناسبو امکاناتو پر برابرلو او د کیفیت د ودې په برخه کې ټول باید په جدي توګه په ګډه کار وکړو.

د پوهنې وزارت سرپرستې وویل چې د نن ورځې انجونې د سبا میندې دي او که د دوی لپاره غوره تعلیمي چاپیریال برابر شي ، زموږ راتلونکي نسلونه به خامخا باسواده او پرمختللی نسل شي.

د انجونو لپاره د سولې لیسه بنسټ ایښودونکي میرمن شبانه بسیج راسخ وویل: "دا په افغانستان کې د انجونو لپاره لومړنې څلورویشت ساعته ښوونځی ده، چې د نړیوالو معیارونو سره سم جوړیږي او د ښځینه زده کونکو لپاره ټولې آسانتیاوې لري.

هغې همدارنګه زیاته کړه چې د سولې د نجونو لیسه په دریو پوړونو کې په پاخه او اساسي توګه د ۴۸ میلیونه ۹۰۴ زرو او ۱۸۴ افغانیو په ارزښت جوړیګي او په کار اچول کیږي او د دې لیسې د جوړولو هدف د هیواد نجونو ته ښه روزنه ده په ځانګړي توګه هغه نجونې چې په لیرې پرتو او ناامنه سیمو کې ژوند کوي.
دغه لیسه مجهزه لیلیه، معیاري درسي صنفونه، کمپیوټر لب، لابراتوار، جومات او ټول تعلیمي آسانتیاوې لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS