کندهار ولایت کې څه د پاسه ۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي رغنیزې پروژې پرانیستل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۴۱
kj

د کندهار ولایت پوهنې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي: د یاد ولایت ډنډ ولسوالۍ اړوند د رمباسي عالي لېسې لپاره یو شمېر پروژې، چې پکې د لمریزې برېښنا سیسټم، د ۱۰۵ متره ژوروالي سره د یو حلقه څاه کیندل او نور اړین ملحقات شامل وو، د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ د یو مېلیون۵۹۴ زره افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې. ويناوالو د همدغو پروژې په بشپړېدو خوښي څرګنده او د هېواد د ماشومانو لپاره يې د لازمو آسانتياوو برابرولو په برخه کې د پوهنې وزارت له کړنو څخه مننه وکړه. پوهنې وزارت د ښوونیزو بنسټونو له مرستو او همکاریو خوښ دی او د دوی د فعالیتونو ستاینه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS