کونړ کې د حق الزحمه ښوونکو د ګمارنې په موخه آزموینه واخیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۱۲:۲۷
کونړ کې د حق الزحمه ښوونکو د ګمارنې په موخه آزموینه واخیستل شوه

پوهنې وزارت _کونړ: د کونړ ولایت د مرکز او ۵ ګرمسیرو ولسوالیو دحق الزحمه خالي بستونو لپاره له ۴۵۰ تنو نارینه او ښځینه کاندیدانو څخه د آزاد رقابت له لارې آزموینه واخیستل شوه.
په دغه آزموینه کې د نیمه لوړو زده کړو او لوړو زده کړو فارغانو ګډون کړی وو، چې د یوې رڼې پروسې په پایله کې به د تدریسي رشتې مطابق وړ او مسلکي کسان د حق الزحمه ښوونکو په توګه د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر دندو وګمارل شي.
د کونړ د پوهنې ریاست تدریسی مرستیال عبدالقهار اخوند زاده د آزموینې ګډونوالو ته د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د یو تن حق به هم نه تلف کېږي.
د آزموینې ګډونوالو د دری، پښتو، انګلیسي، ، علوم دیني ، ساینس او ټولنیزو علومو په څانګو کې آزموینه ورکړې، چې د تحصیلي څانګو مطابق به وړ او مسلکي کسان پر دندو وګمارل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS