All News
په بلخ ولایت کې د یوې مدرسې جوړولو لپاره ځمکه ورکړل شوه.
دبلخ ولايت دهدادي ولسوالۍ يوې دين دوستې مور ، د خاص پز په کلي کې د نورالمدارس مدرسې جوړولو لپاره خپله ۴۰۰مترمربع ځمکه چې ٢٥٠ زره افغانۍ ارزښت لري، مرسته وکړه.
د يادې ځمکې اسناد د. . .
په ننګرهار ولایت کې د یوه ښوونځي جوړولو لپاره ځمکه ورکړل وشوه
ط د پوهنې په برخه کې د مالي او معنوي ملاتړ په دوام دا ځل، د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ معارف دوستو خلکو، خپله نیم جریب ځمکه د دې ولسوالۍ د مامند خروي لومړني ښوونځي ودانۍ لپاره ځانګړې. . .
له ولایتونو د پوهنې اړوند څو لنډ خبرونه
پنجشېر:
د پنجشېر ولايت پوهنې رياست ځانګړې غونډه د دغه ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ايشان حماس په مشرۍ،چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ، لوړو زده کړو، ملي راډيو تلويزيون، سپورت او بدني روزنې. . .
له ولایتونو څخه د پوهنې فعالیتونو ته لنډه کتنه!
پنجشیر:
د پنجشېر ولايت پوهنې په رياست کې د نوي تشکيل تطبيق په موخه د ياد ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ايشان حماس په مشرۍ غونډه جوړه شوه.
د پوهنې رئيس دنوي تشکيل تطبيق په باب خبرې. . .
د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د خبرونو لنډیز
ميدان وردګ
د میدان وردګو ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت د ياد رياست له آمرانو او مامورینو سره د ناستې په ترڅ کې د ښځینه زده کوونکو تدریس لپاره د لازمو اسانتیاؤ برابرول، د. . .
د غزني ولایت کلیوالي مدارسو لپاره د نویو استادانو ګمارلو په موخه د آزموينې آزاده پروسه تر سره شوه.
د غزني ولایت پوهنې رياست له لورې د ياد ولايت یو شمېر کلیوالي مدارسو د اړتیا پوره کولو په موخه د نویو استادانو ګمارلو لپاره د ازادې سیالۍ پروسه تر سره شوه.
د پوهنې ریاست مسئولینو د. . .
له ولایتونو د پوهنې ریاستونو فعالیتونو ته کتنه
بغلان
د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د دغه ولایت د پوهنې له رئیس الحاج مولوي محمدنور عزيزي سره وکتل.
لومړی د بغلان د پوهنې رئیس د دغه ریاست کاري راپور له والي سره شریک کړ او د. . .
په زابل ولایت کې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) د مدرسې فعالیت پیل شو.
په دې وروستیو کې د زابل ولایت پوهنې ریاست تر چتر لاندې د سیوري ولسوالۍ شیلي کلي کې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) مدرسه پرانیستل شو.
د يادې مدرسې د پرانيستنې په. . .
له ولایتونو دپوهنې خبرونو لنډیز
کابل
د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ په قلعه عمر کلي کې د تعليم القرآن په نامه دیني مدرسه پرانیستل شوه.
د دغه ديني مدرسې پرانيستلو په مراسمو کې د پوهنې آمريت مسؤلینو، دیني عالمانو،. . .