All News
په زابل ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې « د مفتاحالمدارس دینې مدرسې» لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې ۲ جریبه ځمکه، د شاوخوا ۸۰۰ زره. . .
په څو ولایتونو کې د زدهکوونکو د پوهې کچې ارزونه کېږي
د ښوونځیو تعلیمي دورو د ختم ارزونه، د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست له مهمو دندو څخه ده.
په همدې اساس، د یاد ریاست علمي غړي د ترتیب شوي پلان له مخې د هېواد. . .
په غزني ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ اړوند په حسنخان کلي کې «د اصحاب صفه دیني مدرسې» نوې ودانۍ، چې د یوه محلي سوداګرت لخوا په درې میلیونه افغانیو لګښت جوړه شوې، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .
د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .
په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي
د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «عليداد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .
د کابل ولایت په اړوندو کې ۵ بابه ښوونځي بیاورغول شول
د کابل ولایت په بګرامي او دهسبز ولسوالیو کې د ۵ بابه ښوونځیو د ترمیم او بیا رغونې چارې، چې ټولیز لګښت یې ۳ میلیونه ۲۰۰ زره او ۵۷۴ افغانۍ دی، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغو. . .
د پکتیا ولایت له ښوونځیو سره د ۱۸۰۰ کڅوړو ښوونیزو موادو مرسته وشوه
د یوه همکار بنسټ لخوا د پکتیا ولایت پوهنې ریاست ته ټولټال ۱۸۴۱ کڅوړې قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ورکړل شوي دي، چې له دې جملې څخه ۱۶۷۰کڅوړې قرطاسیه د زدهکوونکو لپاره او ۱۷۱ بستې. . .
په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو ۱۷ترمیماتي پروژې پرانیستل شوې
د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې، کوټ، سپینغر او اچین ولسوالیو کې د ۱۷ ښوونیزو پروژو د ترمیم چارې، چې ټولیز لګښت یې ۱۲ میلیونه افغانۍ دی، د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته بشپړې او په دې. . .
