خوست کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د ښوونځیو تر منځ علمي سیالۍ پیل شوې 

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۲ - ۱۱:۴۶
خوست کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د ښوونځیو تر منځ علمي سیالۍ پیل شوې 

د خوست ولایت د پوهنې ریاست په نوښت د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د ښوونځیو تر منځ علمي سیالۍ دپوهنې ریاست اړوند د ساینس په مرکز کې پیل شوې.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د پوهنې رئيس نصیر احمد روښان وویل دا ډول سیالۍ موخه یې د زده کوونکو ته د خپلواکۍ په باب معلومات ورکول، د زده کوونکو وړتیاوې لوړول، او د خپلو مهارتونو له نورو سره شریکول دي،چې دا شان سیالۍ د زده کوونکو جرائت او پر ځان باور زیاتوي. 
یاده سیالۍ د خوست ولایت د مرکز اړوند د شهید مطیع الله او ازادۍ مینې لېسو د ۷۲ تنو زده کوونکو تر منځ ترسره شوه، چې په پایله کې شهید مطیع الله لېسې لومړي مقام تر لاسه کړه.
د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ به د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې د زده کوونکو تر منځ جوړي شي، چې دهر ښوونځي ۳۶ تنه زده کوونکي پکې ګډون کوي، چې د کیمیا، ریاضي، فزیک او بیولوژي په برخو کې ورڅخه پوښتنې کېږي او په خپل نوبت سره به زده کوونکي ځواب ورکوي.
په پای کې ټولو ګډون کوونکو زده کوونکو ته قرطاسیه، ممتازو زده کوونکو ته نغدي ډالۍ او ګټوونکي لېسې ته د لابراتوار ۷۰ قلمه بېلا بېل مواد ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۸
Background image

په پکتیا کې یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د پکتیا ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي په یوه غونډه کې وویل، چې د دغه ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په پخري منځني ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS