د فصل نوين ټولني د پوهنې وزیر بریالي کارونه وستایل

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۵ - ۱۱:۱۰
د فصل نوين ټولني د پوهنې وزیر بریالي کارونه وستایل

د پوهنې وزارت- کابل: دافغانستان فصل نوین ټولني د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي سره په لیدنه کي د افغانستان په ښوونې او روزنې د هغه له تاثیر لرونکو او ګټورو خدمتونو څخه ستاینه وکړه او هغه يي د کابیني یو بریالي وزیر یاد کړ.

په دي لیدنه کي چي پوهنې وزارت کي تر سره شوه د ښوونیز خدمتونو د لوړوالي لپاره فصل نوين ټولني یو شمیر وړاندیزونه د پوهنې له وزیر سره شریک کړل.
د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د پوهنې څخه د مدني ټولنو فعالانو له ملاتړه هر کلي وکړ او له هغوي څخه يي په ولایتونو او لري سیمو کي د پوهنې، د ماشومانو په ځانګړي ډول د نجونو په برخه کي د زده کړو ودي په موخه د همکاري غوښتنه وکړه.

د فصل نوين ټولنې غړو په دي لیدنه کي د پوهنې وزارت له مشرتابه سره ژمنه وکړه تر څو د ماشومانو زده کړي په ځانګړي ډول زده کړو ته د نجونو تشویق او شاملیدو په موخه د پوهنې له وزارت سره همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چي د افغانستان فصل نوین ټولنه اوسمهال په ۱۶ ولایتونو کي فعالیت لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS