د کابل ښار له وروستي چاودني ورسته د پوهنې وزیر د ستاره له عالي لیسي څخه لیدنه وکړه او اوښتي زیان يي وڅيړه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۶ - ۱۰:۲۷
د کابل ښار له وروستي چاودني ورسته د پوهنې وزیر د ستاره له عالي لیسي څخه لیدنه وکړه او اوښتي زیان يي وڅيړه

پوهنې وزارت- کابل:پوهنې وزیر ډاکترمحمدمیرویس بلخي د مرکز او ولایتونو ښوونځیو د لیدنو په دوام داځل د ستاره عالي لیسي څخه چي په ۹ تعلیمي حوزه کي واقع ده او د وروستي چاودني څخه یي زیان لیدلي وو د زده کوونکو د حالت او ښوونځي ته د اوښتي زیان څیړنه وکړه.

دا لیدنه چي نن ورځ تر سره شوه ډاکتر بلخي د ستاره ليسي له ټولګیو څخه لیدنه وکړه او له زده کوونکو سره مخامخ او په صمیمانه توګه د هغوي د زده کړي او په افغانستان کي د سولي او آرامتیا په راتلو خبري وکړي.

پوهنې وزیر همدارنګه د لیسي له بیلابیلو برخو څخه لیدنه وکړه او د کابل ښار د وروستیو چاودنو له امله د لیسې زیانمني برخي د بیا جوړولو لارښوونه وکړه.

د یادونې وړ ده چي ستاره عالي لیسه د کابل ښار په ۹ تعلیمي حوزه کي ۸۲۰ هلکانو او نجونو زده کوونکو ته زده کړي ورکوي او ۲۶ درسي ټولګي لري چي د ورځي دوه وخته ښوونیز خدمتونه وړاندي کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS