د افغانستان د ازادي د سیلمي کلیزي په ویاړ په زابل کې د مقالو اوترانو ویلو جشنواره ولمانځل شوه 

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۵:۳۶
د افغانستان د ازادي د سیلمي کلیزي په ویاړ په زابل کې د مقالو اوترانو ویلو جشنواره ولمانځل شوه 

پوهنې وزارت _ زابل: د افغانستان د ازادي د سیلمي کلیزي د راتلو په مناسبت د زابل ولایت د پوهني ریاست لخوا د زابل ولایت د مرکز اړوند دقلات ښار د ښوونځیو د زده کوونکو تر مینځ د مقالو او ترانو ویلو جشنواره دپوهنې ریاست د غونډو په تالار کې ولمانځل شوه.
په هغه غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوي وه د زابل ولایت د پوهنې ریاست مرستیالانو، د دولتي ادارو ریسانو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، او د بیلابیلو ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی درلود. 
د زابل د پوهنې ریاست تدریسی مرستیال د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست تر ځنګ د پوهني د اهمیت ، ازادي، او د اماني فکر او تګلاري په اړوند خبري وکړي. 
وروسته د زابل د پوهنتون رئیس محترم رحمت الله کاکړ د خپلواکۍ او استقلال پر ارزښت او شاه غازي امان الله خان پر ژوند هڅو او کوښښونو خبری وکړي او هغه يې د هېواد معارف معمار وباله.
د غونډې په دوام له ښوونځیو څخه د راغلو زده کوونکو له لوري د ازادي او خپلواکۍ لپاره مقالۍ او شعرونه وویل شول او د شاه غازي امان الله خان د هڅو یادونه او ستاینه یې وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS