په خوست کې د زده کوونکو تر مینځ د ساینسي تجربو سیالۍ تر سره شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳۱ - ۱۲:۵۰
په خوست کې د زده کوونکو تر مینځ د ساینسي تجربو سیالۍ تر سره شوه

پوهنې وزارت_خوست : د خوست ولایت  اسمعیل خیلو اومندوزیو ولسوالۍ د څلورو لېسو ترمنځ د ساینسي تجربو سیالۍ او د زده کوونکو له لوري جوړ شوي موډلونه نندارې ته وړاندې شول.
په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د څړبن لېسې په انګړ کې د څړبن، محمد صدیق روهي، میټا خان، او خان مندوزي لېسو د زده کوونکو لپاره د ساینس مرکز له لوري جوړ شوی و، د پوهنې رئیس په ګډون پکې د سیمې ولسوال، د زده کوونکو والدینو، قومي مشرانو زده کوونکو او علم سلګونه مینوالو ګډون کړی ؤ.
د نندرتون د پرانیستې په مراسمو کې پوهنې رئیس نصیر احمد روښان وویل،د مندوزیو ولسوالۍ یو له هغوی ولسوالیو څخه ده چې د پوهنې وضعیت پکې د پام وړ ښه دی.
ده وویل چې، له دې سیالیو او نندرتون یې موخه د زده کوونکو د استعدادونو غوړول او له کتابونو څخه په عملي ژوند کې د ګټې اخیستنې د هنر ور زده کول دي.
د پوهنې رییس  ډاډ ورکړ چې په ټولو ښوونځیو کې به د زده کوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره دا ډول پروګرامونه جوړوي.
ورپسې د یادو لېسو زده کوونکو علمي تجربې ګډون والو لومړۍ تشریح او بیا عملي کړې او تر ۳۰۰ زیات په خپلو لاسونو جوړشوي موډلونه یې نندارې ته وړاندې کړل.
د پوهنې ریاست له لوري د یادو ښوونځیو په پروګرام کې ګډون والو زده کوونکو ته بېلا بېل کتابونه، قرطاسیه او د مکاتبو لپاره یې د ساینس لیبونو د لابراتوار مواد ورکړل شول.
 د غونډې په وروستۍ برخه کې د څړبڼ لېسې مدیر شیرنواز ته د هغه د ښو او غوره فعالیتونو امله د پوهنې ریاست له لخوا په ستاینلیک او  تر څنګ یې د یادو څلورو لېسو امرین په ستاینلیکونو او د زده کوونکو د والدینو له لوري په نغدي ډالیو ونازول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS