لوګر د ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۶ - ۹:۵۶
لوګر د ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د پوهنې ریاست له لوري د هلکانو د ۱۴ ښوونځیو د ۱۴ لوبډلو تر منځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ د یاد ریاست د بدنې روزنې او سپورټ مدیریت د پل علم ښار په دولتي اسټډیوم کې پیل کړې، چې اته ورځې دوام کوي.
په دغو سیالیو کې د ۱۴ ښوونځیو د فوټبال ۱۴ لوبډلو او ۳۰۸ لوبغاړو ګډون کړی،چې هره ورځ څلور لوبډلې سره لوبېږي.
د دغو سیالیو د جوړولو موخه په ښوونځیو کې د فوټبال لوبې ته پرمختګ ورکول او هم د فوټبال د غوره لوبغاړو معلومول دي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د نوموړو لوبو د پیل پر مهال وویل، چې د لوبو لپاره یې تر خپلې وسې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د پوهنې رئیس زیاته کړه، چې د دغو سیالیو په پای کې به ګټونکو لوبډلو ته مډالونه، ستاینلیکونه او جایزې هم ورکړل شي .
د یادونې وړده،چې د لوګر د پوهنې ریاست له دې مخکې هم د خپلو ښوونځیو تر منځ دا ډول نورې سیالۍ جوړې کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS