دجلال اباد ښارالایي عالي لېسه کې زده کوونکو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۵ - ۱۵:۵۳
دجلال اباد ښارالایي عالي لېسه کې زده کوونکو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت دجلال اباد ښارالایي عالي لېسه کې د زده کوونکو لخوا دتشبث مضمون د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو.
په نندارتون کې هغه توکي او خواړه نندارې ته ایښودل شوي و چې د زده کوونکو له لورې جوړ شوي وو.
دنندارتون دپرانستې پرمهال د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال اول ګل ابوذاهد په خپلو خبرو کې دداسي نندارتونونو جوړول له یوې خوا د زده کوونکو د هڅونې او له بله پلوه د هغوې په لاس جوړشویو توکیو ته دبازار موندلو لپاره ګټور وبلل.
نوموړي زده کوونکي وهڅول چې له ښوونځي دباندې دا ډول جوړوشویو نندارتونونوته خپل تولید شوي توکي واستوي. دپوهنې ریاست تدریسي مرستیال دتشبث مضمون ښوونکو ته هم لارښوونه وکړه چې خپلو زده کوونکو ته د دې مضمون د ټولو لارښوونو او غوښتونو په اړه عملي کار لاډیر کړي.
دنندارتون جوړونکو زده کوونکي وایي له دې نندارتون څخه یې یوه موخه دافغانیو چې دافغانانو ملي هویت دی دودول دي.دغو زده کونکو د نندارتون له ټولو لیدونکو غوښتنه کوله چې توکي په افغانیو وپیري او دپاکستاني کلدارو له ورکولو ډډه وکړي.
تشبث یو اختیاري مضمون دی چې موخه یې په زده کوونکو کې پر ځان بسیاینې روحیه پیاوړې کول او دغه راز هغوې ته د سوداګرۍ لارو چارو ښودل دي.
په دې وروستیو کې ددې مضمون مینه وال زده کوونکي خورا ډیر شوي او دالایي لېسې د زده کوونکو په ګډون د دې ولایت د بېلابېلو لېسو زده کوونکو په هیوادنۍ کچه جوړو شویو سیالیو کې لومړي مقامونه او ډالۍ تر لاسه کړي دي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS