د لوګر د پوهنې ریاست د لوګر له پوهنتون سره د لابراتواري وسایلو مرسته وکړه
د پوهنې وزارت_وګر: د لوګر د پوهنې ریاست د لوګر له پوهنتون سره د ۲۲۰ قلمه بیلا بیلو ساینسي او ریاضیکي لابراتوارونو او وسایلو مرسته وکړه.
دغه مرسته د یاد پوهنتون د چارواکو د رسمي غوښتنې له مخې وشوه، چې شاوخوا ۱۲۰ زره افغانۍ ارزښت لري.
په مرسته شویو وسایلو کې د کیمیا، فزیک، بیولوژي او ریاضي مضمونونو د عملي او تجربوي زده کړو لابراتوارونه او وسایل شامل دي.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي وایي، چې دا مرسته یې په یاد پوهنتون کې د ښوونځیو ښوونکو ته د عملي زده کړو د زمینې برابرولو په موخه وکړه.
هغه زیاته کړه،چې په دې مرستې سره به په نوموړي پوهنتون کې د ښوونځیو هغو ښوونکو ته چې وروسته له وخته لوړې زده کړې کوي د عملي زده کړو زمینه برابره شي.
د یادونې وړده، چې د لوګر د پوهنې ریاست له دې مخکې هم د لوګر له پوهنتون سره ځینې نورې مرستې کړې دي.
