د هیواد د خپلواکۍ بیرته اخیستلو د ۱۰۱ کلیزې په مناسبت د پوهنې وزیرې پیغام

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۸ - ۸:۰
د هیواد د خپلواکۍ بیرته اخیستلو د ۱۰۱ کلیزې په مناسبت د پوهنې وزیرې پیغام

ټولو هېوادوالو، خویندو او وروڼو ته د ګران افغانستان د خپلواکۍ ترلاسه کولو تاریخي او ویاړمنې ورځې مبارکی وایم.
آزادي زموږ لومړنۍ حق او یو ستر الهي نعمت دی چې زموږ میړنیو او زړورو پلرونو، میندو او نیکونو د خپلو وینو او سرونو په نذرانه کولو سره تر لاسه کړې ده. د دغه ستر نعمت او ټولیز ملي ویاړ ساتنه او پالنه چې زموږ د هوساینې او پرمختګ تضمین کوي، یوازې د علم او معاصرو اکاډمیکو ارزښتونو د خپلولو له لارې شونې ده.
همدې ته په پام سره افغان غیور ملت ته ژمنه ورکوم چې د متوازنو او با کیفیته ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو له لارې به د ځوان نسل په سالمه او اغیزناکه روزنه کې خپل رسالت اداء کړم څو د یوازینۍ ټولنیزې زیربناء په توګه د دغه ویاړلي هیواد او ولس د پرمختګ، هوساینې او خپلواکۍ د تأمین جوګه شي.


په درنښت
رنګینه حمیدي
د پوهنې وزارت سرپرسته

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS