په بامیانو کې دیو ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۱ - ۱۱:۴۴
په بامیانو کې دیو ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

وزارت معارف_بامیان: د بامیان ولایت په یګاولنګ ولسوالۍ کې د کشکک نخشی منځني ښوونځي ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد ولایت د والي سید انور رحمتی، د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو کې د دولت وزیري سیما سمر، د پوهنې رییس محمد ایوب امیري لخوا په داسي حال کې چې د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومی مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود پرانیستل شوه .

د کشکک نخشی منځني ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول ۱۳۵ زره امریکایی ډالرو په مجموعي لګښټ د آرغوشه ګمیټي لخوا جوړه شوي، چې ۶ درسي خونې، ۲ ادارې خونې، د فوتبال لوبغاړي، ۱۲۰ پایی میز او چوکۍ، ۵ غرفي تشنابونه او نور اړیني آسانیتاوي لري.

د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو کې د دولت وزیرې سیما سمر په خپلو خبرو کې د ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانېستو له امله د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله او له ولسونو یې وغوښتل، چې د خپلو ماشومانو دښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅې وکړي.

د بامیانو والي سید انور رحمتي هم له خلکو وغوښتل چې د ښوونځي د ودانۍ څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي او د تجهیزاتو په ساتلو کې همکاري وکړي.

د پوهنې رییس محمد ایوب امیري د ارګوشي ګمیټي څخه د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له امله مننه وکړه زیاته یی کړه: کشکک نخشی د یکاولنګ ولسوالۍ یو له لرې ځایونو څخه ده چې ماشومان یې د خیمو یا لمر لاندې زده کړې کوي، مګر دا د خوښۍ ځای دی چې نن ورځ موږ د دې ښوونځي د ودانۍ د پرانستلو شاهدان یو او موږ هیله لرو چې د ښوونځي مسوولین او ځایی خلک به د ښوونځي په ساتنه کې جدې پاملرنه کوي.

د یادونې وړ ده چې کشکک نخشي د یکاولنګ ولسوالۍ یو له نسبتا لرو پرتو سیمو څخه ده چې پدې ښوونځي کې ۲۰۰ نجونې او هلکان په زده کړه بوخت دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS