د پروان ولایت د غوربند ولسوالۍ د پوهنې آمریت ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۱۲:۲۷
د پروان ولایت د غوربند ولسوالۍ د پوهنې آمریت ودانۍ پرانیستل شوه

د پوهنې وزارت، پروان: د پروان ولایت د غوربند سیاګرولسوالۍ د پوهنې آمریت نوې ودانۍ د نوموړي ولایت د والي ډګر جنرال فضل الدین عیار او د پوهنې رییس عبدالظهور حکیم لخوا په داسی حال کې چې د دولتی ادارو یو شمیر مسوولینو، د ولایتي شورا غړو او د سیمې قومی مشرانو ګډون درلود د پټي په پریکولو سره پرانیستل شوه.

نوموړي ودانۍ په پاخه واساسي ډول په دوه پوړنو کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لخوا د ۱۱ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت جوړ شوی، چي ۷ اداري خونې او نور اړینې آسانتیاوي لري.

د ودانۍ د پرانستې په مراسمو کې، د دغه ولایت والي تورنجنرال فضل الدین عیار د پوهنې آمریت کارکوونکو او د سیمې اوسیدونکو ته د ودانۍ د جوړیدو له امله مبارکي وویله او د ټولو قومونو ترمنځ يې پر یووالي ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې خلکو ته به د ښوونې او روزنې په برخه کې ښه خدمات وړاندې کوي.

د پروان ولایت د پوهنې رییس عبدالظهور حکیم د یاد آمریت کارکوونکو ته د نوې ودانۍ جوړیدو له امله مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې د غوره خدمتونو وړاندې کول یې د پوهنې ریاست له لومړیتوبونو څخه دي او مراجعینو ته د مساوي خدماتو په وړاندې کولو ټینګار وکړ.

د پروان ولایت د پوهنې رییس د دې آمریت له کارکوونکو وغوښتل چې د دې ودانۍ ساتنې او څارنې ته جدي پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS