لغمان کې د چهاردهي ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۹ - ۱۴:۱
لغمان کې د چهاردهي ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

د پوهنې وزارت، لغمان: د لغمان ولایت مرکز پورې اړوند د چهاردهي د هلکانو منځني ښوونځي ودانۍ د یاد ولایت د والي مرستیال ډاکټر خواجه محمدعصامي، د پوهنې رئیس عبدالله حمیدي ، قومي مشرانو او ځوانانو په ګډون سره پرانيستل شوه.

د لغمان ولایت د پوهنې رئیس عبدالله حمیدي په وینا یاده ودانۍ د ۵ جریبه ځمکې په ساحه کې په پاخه او اساسي ډول د ٤١١٤٥٧٧٧ افغانیو په مجموعي لګښت د پوهنې وزارت له پراختیایی بوديجې څخه د دوو کلونو په موده کې جوړه شوې، چې ۳۰ درسي تولګي، ۷ اداري خونې، ۲۴ عصري تشنابونه، یوه حلقه د اوبو څاه، د احاطې دیوال، ۷۶۰ جوړې میزونه او چوکۍ او نورې ښوونیزې آسانتياوې لري، چې له جوړېدو او پرانېستو سره یې شاوخوا ۱۴۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شو.

همدارنګه د والي مرستيال د چهاردهي منځني ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانېستو له امله ښوونکو، زده کوونکو او د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله او د سيمې له مشرانو یې وغوښتل، چې د ښوونځي نوې ودانۍ ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS