ننګرهار ولایت کې ښوونکو او د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د کرونا واکسین لګول کیږي

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۸ - ۱۶:۴۳
ننګرهار ولایت کې ښوونکو او د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د کرونا واکسین لګول کیږي

ننګرهار ولایت کې ښوونکو او د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د کرونا واکسین لګول بهیر د یاد ولایت د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري په شتون سره رسمآ پیل شو.

نوموړي د یادې لړۍ د پیلولو په پار د عامي روغتیا وزارت څخه مننه وکړه، له ټولو خلکو او په ځانګړي ډول د پوهنې ریاست له کارکوونکو، ښوونکو او زده کوونکو نه یې وغوښتل چې یوازې د واکسین په لګولو دې بسنه نه کوي، بلکې د عامې روغتیا وزارت ټولې سپارښتنې دې په پام کې ونیسي، څو د کرونا وایروس له خپریدا څخه مخنیوی وشي. ځکه د ښوونې او روزنې برخې کارکوونکي کې هم د روغتیایي کارکوونکو په څیر د دې وژونکې ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

د ننګرهار ولایت د پوهنې رئیس ډاکټر نصیراحمد دراني وویل: په لومړي پړاو کې (۲۴) زره دوزه واکسین موږ ته راکړل شوی و، چې روغتیایي کارکوونکو ته ولګول شو او اوس دا دی (۲۰) زره دوزه نور راکړل شوی واکسین به ښوونکو، د پوهنې، پوهنتونو او رسنیو برخو کارکوونکو ته ولګول شي.

نوموړي زیاته کړه: کوم واکسین چې موږ ته را رسیدلی هغې د یوې مشهورې انګلیسي کمپنۍ تولید دی چې ۹۰ سلنه ګټورتوب لري.

ښاغلي دراني زیاته کړه: یاد واکسین به د یادو شویو برخو کارکوونکو ته ولګول شي خو سپین ږیري او سپین سرې به لومړيتوب ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS