سلطان غازي بابا ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۱۱:۱۴
مکتب سلطان غازی بابا افتتاح و به بهره برداری سپرده شد

د پوهنې وزارت، لغمان: د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د سلطان غازي بابا ښوونځی د ۱۹ میلیونه،۳۶۱ زره او ۷۰۹ افغانیو په لګښت د دولت د پراختیايي بودیجې څخه په ۶٫۴ جریبه ځمکه کې د عبدالله ارشاد ودانیز شرکت له لوري جوړ شو.

د یاد ښوونځي په پرانیستغونډه کې د لغمان د پوهنې رئيس عبدالله حمیدي، مرستیال والي خواجه محمد عصامي، د ولایتي شورا غړیو، قومي مشرانو، ښوونکو او ځینې زده کوونکو ګډون کړی و، چې یاد ښوونځی د پوهنې رئیس له لوري پرانیستل شو.

د لغمان ولایت د پوهنې رئیس عبدالله حمیدي د یاد ښوونځي په پرانیستغونډه کې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه: دا ښوونځی ۸ ټولګي او اداري خونې، ۳۳۶ جوړې میزونه او چوکۍ او نورې ښوونیزې اسانتیاوې لري چې په پرانیستلو سره يې ټول ټال ۳۲۷۲ تنه هلکانو او نجونو ته د زده کړو خوندي چاپيریال برابرشو.

نوموړي د یاد ښوونځي د جوړولو په پار د ښارجوړونې وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه او د سیمې له اولسونو یې وغوښتل چې خپل ماشومان ښوونځي ته ولیږي، څو روښانه راتلونکی ولري، همداراز د ښوونځيو چارواکو ته یې سپارښتنه وکړه چې د ښوونځي سمسورتیا ته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS