ننګرهار ولايت کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۶:۱۶
تعمیر جدید یک باب مکتب در ولایت ننگرهار به بهره برداری سپرده شد

پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د لوخۍ لومړني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د اقرا برنامې له لورې د څلورنیم میلیونه افغانيو په لګښت په یوه پوړ کې جوړه شوې چې شپږ ټولګي او اداري خوني، درې تشنابونه، د پاکو اوبو ژوره څاه او نورې اړینې ښوونیږي آسانتیاوې لري چې په جوړیدو سره يې شاوخوا دوه سوه زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپيريال برابر شو.

د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري د دې ښوونځي د پرانيستې په پار د سیمې خلکو ته مبارکي وویله او هغوې يې معارف سره د مرستو لپاره وهڅول،پوهنې رئیس له ښوونکو او زده کوونکو وغوښتل چې د ودانۍ ساتنې ته پام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS