د پکتيکا پوهنې رياست ته د اداري او مالي چارو مرستیال معرفي شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۹:۲۲
د پکتيکا پوهنې رياست ته د اداري او مالي چارو مرستیال معرفي شو

پوهنې وزارت، پکتیکا: د پکتيکا ولايت د پوهنې رياست اداري او مالي چارو مرستیال حاجي اکبر منانزوی د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ياد ریاست کارکوونکو ته ور وپيژندل شو.

په دې مراسمو کې د ولايتي ادارې استازو، د پوهنې رئيس محراب الدين شفق او د دې رياست کارکوونکو ګډون کړی وو.

د پوهنې رئيس محراب الدين شفق وويل: حاجي اکبرمنانزوی د پوهنې برخه کې پراخه تجربه لري او د اوسنۍ دندې په مټ کولاى شي د پوهنې برخه کې ډير پرمختګ وکړي او شته ستونزو ته ښيې حل لارې ولټوي.

همدا راز د اداري او مالي چارو نوي مرستیال حاجي اکبر منانزوی له پوهنې وزارت څخه مننه وکړه، چې دا يې د دې دندې جوګه وګڼه، نوموړي زیاته کړه، له تيرو تجربو څخه په استفادې سره به د پوهنې کاروان د لا ګړنديتوب لپاره هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS