هلمند کي د ښوونځیو کلنۍ ازموینې پیل شوې
پوهنې وزارت، هلمند: د هیواد د بیلابیلو ګرمسیرو ولایتونو ترڅنګ، د هلمند ولایت په مرکز او ولسوالیو کي د زده کوونکو کلنۍ آزمویني نن د غبرګولي په لومړۍ نېټه پیل شوې.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د یادو آزموینو د پیل او څارنې په موخه د هلکانو او نجونو له مرکزي لیسو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي صفاري د ښوونځیو آمرانو او مدیرانو ته سپارښتنه وکړه، چي د آزموینې پوښتنې دې له لایحې سره سمې په بیلابیلو ګروپونو کي ترتیب کړل شي، څو د آزموینو روان بهير په شفاف ډول ترسره شي.
همدارنګه صفاري ټینګار وکړ چي د آزموینو په اوږدو کې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه روغتيايي لارښوونې عملي او د زده کوونکو ترمينځ واټن ته پام و شي.
