معارف وزارت او ګلبهار بنسټ د مرستو هوکړه لاسلیک کړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۷ - ۸:۱۸
معارف وزارت او ګلبهار بنسټ د مرستو هوکړه لاسلیک کړه

د معارف وزارت د دفتر رییس مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده او د ګلبهار بنسټ مسوول شیرشاه لودين تر منځ د بي وزله ښوونکو سره د مرستې په پار تفاهمنامه لاس لیک شوه.
 د ګلبهار بنسټ مسوول لودین وويل چې د دغه تفاهم پر بنسټ به د معارف ښار اړوند ۲۰۰ ښوونکو ته  ۳۰۰۰ افغانۍ نغدي مرستې وشي، دغه به یې پيل وي او انشاالله چې په راتلونکي کې به دغه مرستې د کابل ښار تر څنګ ټولو ولایتونو ته هم ورسيږي.
نوموړي یاده کړه چې دغه مرسته به په راتلونکي کې یوازې نغدي نه وي؛ بلکې د مکاتبو لپاره به درسي تعميرونه، درسي مواد او د اوبو څاګانې هم شاملې وي.
د دي تر څنګ د معارف وزارت د دفتر رییس د ګلبهار بنسټ له مسوولينو څخه مننه وکړه او دا يې د معارف په برخه کې یو نیک اقدام وباله، نوموړي په نورو بنسټونو او تجارانو هم غږ وکړ چې د معارف وزارت سره دې هر اړخیزې همکارۍ وکړي.
همدارنګه په دې غونډه کې ځينې معیارونه د هغو ښوونکو لپاره په نظر کې ونیول شول چې مرسته به ورسره کيږي، هغه به مسکین وي، لوړ یا کدري معاش به نلري، د کابل اوسېدونکی به وی، معیوب یا هم په ناعلاجه مریضي باندې مبتلا وی او ښځینه ښوونکې به هم په نظر کې نیول کیږي خو په کمه فيصدي باندې. 
په وروستيو کې دواړه لورو د دغې مرستې د ويش په شفافیت باندې ټينګار وکړ او هوکړه وشوه چې د دواړو لورو څخه به استازي ټاکل کیږي تر څو دغه مرسته مستحقینو ته ورسيږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۳۵
Background image

په نیمروز ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د نیمروز ولایت په مرکز شریف آباد سیمه کې د جمال‌الدین عرب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې مرستندویه ادارې په مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې چارواکو، دیني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۳۲
Background image

هرات ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له ۱۶۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې معلومولو په موخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.

یاده ازموینه د یوه ځانګړي څارنیز پلاوي تر نظر لاندې ترسره شوه او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۲۶
Background image

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، ځینو مرکزي رئیسانو، د ا.ا.ا. لوړپوړو مېلمنو او علماء کرامو په حضور کې د نتایجو او شهادتنامو ریاست د نوې ودانۍ بنسټ ډبره. . .

BACK TO NEWS