د قطر هیواد مرستیال سفیر  د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲ - ۱۴:۵
hjkl

     (یکشنبه، ۲۵/۱۲/۱۴۴۳هـ ق-۲/۵/۱۴۰۱هـ ش) 

په افغانستان کې دقطر هیواد مرستیال سفیر ښاغلي سعید العدا، د سفارت دریم سکرتر ښاغلي سُباح الکُوري او د مرستیال سفیر منشي شیبان الهاجري، د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر سره  وکتل .
په یاده لیدنه کې  د پوهنې محترم وزیر صاحب لومړی راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې قطر هیواد تل له افغانستان سره نږدې اړیکې پاللې دي او په ستونزمنو حالاتو کې د افغانستان  دوست هیواد پاتې شویدی. نوموړي  زیاته کړه، اسلامي امارت له ټولې نړۍ په تیره بیا اسلامي هیوادونو سره د متقابل احترام او دوه اړخیزوهمکاریو د  اصل پر بنسټ ولاړې ښې اړیکې ساتل او پالل غواړي.  وروسته یې د خپلو خبرو په ترڅ کې د هیواد په تعلیمي وضعیت لنډه رڼا واچوله. 
ورپسې د قطرهیواد مرستیال سفیر ښاغلي سعید العدا د افغانستان اوقطر هیواد دوستانه اړیکو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، قطر هیواد له افغانستان سره د ژوندانه په ټولو اړخونو په تیره تعلیمي ډګر کې هر ډول همکاري ته چمتو دی.نوموړي زیاته کړه، د قطر هیواد پلان لري چې  په افغانستان کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولوپه برخه کې له پوهنې وزارت سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS