د ترکیې د معارف بنسټ مرستیال د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین سره وکتل
د ترکیې د معارف بنسټ مرستیال ښاغلي سلیمان التون او ورسره مل هیئت د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین محترم الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده سره وکتل.
په یاده لیدنه کې لومړی د اسلامي تعلیماتو معین راغلي هیئت ته ښه راغلاست ووایه او په علمي ډګر کې یې په افغانستان کې د ترکیې د معارف بنسټ دخدمتونو ستاینه او مننه وکړه. وروسته د ترکیې دمعارف بنسټ د اړوندو دارالعلومونو د نصاب، استادانو، رخصتیو، فیس او ځینو نورو اړینو موضوعاتو په اړه تفصیلي بحث وشو.
د ترکیې د معارف بنسټ مرستیال د پوهنې له وزارت په تیره بیا د اسلامي تعلیماتو معینیت له مسئولینو څخه مننه وکړه، چې هر وخت یې دوی ته د علمي خدماتو د وړاندې کولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړیدي او تل یې په دې برخه کې د تسهیل کوونکو په توګه رول اداء کړیدی.
