د پوهنې وزارت څلور تنه نوي مرکزي رئیسان د خپلو اړوندو ریاستونو کارمندانو ته ور وپېژندل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۳ - ۱۲:۲
lkjh

د پوهنې وزارت څلورتنه مرکزي رئیسان د یاد وزارت د کیفیت د تضمین معینیت د سرپرست  معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق له لوري دیو لړ مراسمو په ترڅ کې د خپلو اړوندو ریاستونو کارمندانو ته ور وپېژندل شول.
په یادو مراسمو کې د کیفیت د تضمین معینیت سرپرست په خپله وینا کې تغیر او تبدیل په نظام کې یو اصل وګاڼه او یادې ټاکنې یې  دکارونو د لا ښه پرمختګ او سمون په موخه وبللې. نوموړي نویو ټاکل شویو مسئولینو ته د الله تعالی له دربار څخه د توفیق غوښتنه وکړه او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه ترڅو په پوره اخلاص او ژمنتیا سره خپلو دندو ته حاضر شي او له کارمندانو او مراجعینو سره غوره سلوک وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په یادو مراسم کې مفتي عزت الله نوري د نصاب ریاست، مولوي صدرالدین سعد د مالي او حسابداري ریاست، مولوي صبغت الله وصیل د شهادتنامو او نتایجو ریاست او مولوي غلام ربي رباني د تعلیمي نظارت او ارزیابي ریاست د رئیس په توګه د خپلو اړوندو ریاستونو همکارانو ته ور وپېژندل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS