د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس په مشرۍ پلاوي له جوزجان ولایت څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۱۱:۱
qsx

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د رئیس شیخ مولوی عبدالحی (حازم) په مشرۍ یو ۵ کسیز پلاوي د ولایتی سفرونو په لړ کې د هیواد د سړو سیمو ( بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ) ولایتونو ته د سفرونو  په لړ کې د څارنې او کتنې په موخه د جوزجان ولایت ته سفر وکړ ترڅو خپل پروګرامونه او مسئولیتونه (د امام مبلغ پېژنده، د شرعي امورو څارنه، د اداري چارو کتنه او د ستونزو او شکایتو اورېدنه) ترسره کړي.
د دعوت او ارشاد رئیس او مل پلاوي جوزجان ولایت ته له رسېدو سره سم د پوهنې له رئیس سره ناسته ترسره او د سفر موخې یې ورسره شریکې کړې. په ۱/۰۴/۱۴۴۴ هــ.ق نېټه یې د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د پوهنې د رئیس په ګډون د شبرغان ښار د پوهنې آمر، د ولسوالیو د پوهنې آمرینو، د نظارت غړیو، د ښوونځیو ذکور او اناث آمرینو او د پوهنې ریاست نورو کار کوونکو سره خپل کاري پروګرام شریک کړ. د غونډې په پیل کې د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست داسلامي تعلیماتو آمر مولوي احمدشاه یاد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د علم د فضیلت، شرعي امورو، د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) د سنتو د اتباع او شرعي حجاب په اړه یې ارزښتناکې خبرې وکړې. ورپسې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس شیخ مولوي عبدالحی (حازم) د یاد ریاست د مسئولیتونو او دندو په هکله هر اړخیزې خبرې او لازمې سپارښتنې وکړې او د غونډې له ګډون والو سره یې د خپل سفر موخې په لاندې ډول شریکې کړې:
۱ – د دعوت او ارشاد ریاست د ځانګړي نصاب او قرآن کریم د ژباړې په اړه لازمې سپارښتنې کول.
۲ – د فرامینو او قوانینو ارزونه.
۳ – د شرعي امورو څارنه او کتنه.
۴ – د امام مبلغ پیژندنه.
۵ – د اداري چارو څارنه او کتنه.
۶ – د ستونزو او شکایتو اورېدنه.
د پورتنیو موخو د شریکولو تر څنګ نوموړي زیاته کړه، چې په اداراتو کې ګمارنه باید دتقوا، ژمنتیا، تخصص او وړتیا په بنسټ ترسره شي، د آمرینو له اوامرو څخه اطاعت وشي، ټول کارکوونکي باید خپلو دندو  ته پابند او ملتزم وي، لمونځ په جماعت سره اداء کړي، ښځینه کار کوونکي او مراجعین باید شرعي حجاب مراعات کړي، د ولایت امام مبلغ باید هره ورځ د پوهنې ریاست ټولو کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد ریاست ځانګړی نصاب او د قرآن کریم ژباړه تدریس کړي، په ټولو اداراتو کې له رشوت، اختلاس او د نوروغیر شرعي چارو له ارتکاب څخه ډډه وشي او د بیت المال له اجناسو او شتمنیو سره زیات احتیاط وشي.
پلاوي د ستونزو او شکایاتو د اورېدنې او اداري چارو دکتنې په موخه د یاد ولایت د پوهنې ریاست، د پوهنې ښاري آمریت، د څارنې او ارزونې آمریت او د ښار له یو شمېر ښوونځیو څخه هم لیدنه ترسره او د یادو اداراتو د کارکوونکو او مراجعینو ستونزې او شکایات یې واورېدل، چې په دې لړ کې د کارمندانو د حاضري په برخه کې څه ناڅه ستونزې موجودې وې، چې یادې ستونزې د پوهنې ریاست له اړوندو کارکوونکو سره شریکې شوې او هغوی یې د حل ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو، کار کوونکو او د غونډې ګډون والو د دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي له پروګرام او سپارښتنو څخه خوښي څرګنده  او د یادو سپارښتنو د تعمیل ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS