د ښوونکو د ټرینرانو (روزونکو) لپاره د ظرفیت لوړونې لس ورځنی پروګرام پای ته ورسېد

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۰ - ۹:۵۸
سیمینار ارتقای ظرفیت ترینران تربیه معلم خاتمه یافت

د ښوونکو د ټرینرانو(روزونکو) د ظرفیت لوړونې لس ورځنی پروګرام چې د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا ریاست له لوري د هیواد په څلورو ولایاتو(پکتیا، لغمان، کاپیسا او ډایکندي) کې د ( ترویج آموزش و یادگیری موثر) تر عنوان لاندې ټرینرانو ته شروع شوی وو، پای ته ورسېد.
په یاد ښوونیز او روزنیز پروګرام کې د ښوونې بنسټونه، د تدریس فعال میتودونه، د درسي ټولګي مدیریت او د مسلکي پرمختیا د طریقو او ځینو نورو اړینو موضوعاتو په اړه له ټرینرانو سره هر اړخیز علمي او مسلکي معلومات شریک شول.
هغه ټرینران چې په یاد پروګرام کې یې برخه درلوده په نږدې راتلونکي کې به د یادو څلورو ولایاتو(۵۶۶) تنه ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار دایر او لوستل شوي موضوعات به هغوی ته تدریس کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ښوونکو دمسلکي انکشاف ریاست د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معینیت اړوند ریاست دی، چې مولوي سمیع الحق حماس یې د رئیس په توګه دنده اجراء کوي او د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د ښوونکو د ظرفیت او تدریسي مهارتونو د لوړولو په برخه کې کار کوي او هم د هیواد د دارالمعلمینونو چارې تنظیموي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS