د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس د کندز ولایت له تعلیمي بهیر څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د رئیس مولوي محمد اسحق حقیقي په مشرۍ پلاوي دهیواد ولایاتو ته د خپلو سفرونو په لړ کې د کندز ولایت له تعلیمي بهیر څخه لیدنه وکړه.
نوموړي په یاد سفر کې د کندز ولایت دپوهنې ریاست، دکندز ښار د پوهنې آمریت او د شهید مولوي سراج الدین له لېسې څخه لیدنه وکړه، اړونده مسئولینو ته یې اړینې سپارښتنې وکړې او د هغوی وړاندیزونه یې واورېدل.
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي تر دې مهاله د بدخشان، بلخ، سمنګان او کندز ولایتونو ته سفرونه کړيدي او په نږدې راتلونکې کې به ځینو نورو ولایتونو ته هم سفرونه وکړي.
