په فاریاب ولایت کې د پوهنې ریاست سره د نږدې ۱۵ زره ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۲ - ۱۱:۳۶
اهدای نزدیک به 15 هزار جلد کتب درسی به معارف ولایت فاریاب

په فاریاب ولایت کې د NRC سیمه ایز دفتر په دې وروستیو کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست په همغږۍ او د دغه ولایت د ستاره لېسې لپاره ۱۴۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وکړه.
د فارياب ولايت د پوهنې مسوولين وايي، د دې ښوونځي زده کوونکو ته د دغو کتابونو په وېشلو سره به د ١٧٥٠ زده کوونکو د درسي کتابونو د کمښت ستونزه هواره شي.
دفارياب ولايت د پوهنې ريس له دغې موسسې له مرستو مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې دغه موسسه به په راتلونکې کې په نورو برخو کې هم د پوهنې له ریاست سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS