د کابل ښار د پوهنې رئیس او اداري او مالي آمر ته دریمه درجه تقدیرنامې ورکړل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۱:۱۵
ل

د کابل ښار د پوهنې رئیس مولوي احسان الله خطاب او د مالي او اداري چارو آمر مولوي محمد اسحق مقدس ته د دوی د غوره خدمتونو، په اړوندو چارو کې د نه ستړې کیدونکو هلو ځلو او ښو لاسته راوړنو له امله د یوې غونډې په ترڅ کې د پوهنې وزارت د مقام له لوري دریمه درجه تقدیرنامې ورکړل شوې.
په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او د یاد وزارت ځینو نورو رئیسانو، آمرینو، مدیرانو او کارمندانو برخه درلوده.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د کابل ښار د پوهنې رئیس مولوي احسان الله خطاب د پوهنې وزارت څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی له تشریف راوړلو څخه مننه وکړه.
وروسته د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق وینا وکړه، نوموړي د کابل ښار د پوهنې د رئیس او د مالي او اداري چارو د آمر فعالیتونه او غوره خدمتونه وستایل او د وزارت په استازیتوب یې دا تقدیر د پوهنې وزارت د ټولو منسوبینو لپاره ویاړ وباله.
وروسته د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې رئیس مولوي محمدصابر معتصم بالله هم د خپلې وینا په ترڅ کې د کابل ښار د پوهنې رئیس او د مالي او اداري چارو د آمر کړنې شفافې، بې پرې او  په اصولو برابرې وبللې او د پلټنې په مهال یې د دوی همیشنۍ همکاري وستایله.
د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت منظور شوي مکافات د یاد وزارت د مسئولینو له لوري یادو کسانو ته وسپارل شول او غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS