د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز
خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرتمېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني ښوونځي لپاره د ښوونیزې شورا د غړو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ د څښاک پاکو اوبو څاه کیندلو چارې پیل شوې.
کابل ښار
د کابل ښار پوهنې ریاست په انګړ کې د پوهنې بیرغ رپولو په موخه، د ۶۸ زره افغانیو په لګښت یوه فلزي پایه نصب شوه.
سرپل
د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ دره تاجیکانو منځني ښوونځي لپاره د ښوونیزې شورا په ۹۶ زره افغانیو مالي ملاتړ یو دهلېز جوړ شو.
پکتیکا
د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ ګربیژي ښوونځي ودانۍ د ۲۵ زره افغانیو په لګښت بیاورغول شوه.
