په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه
د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي او عبدالشكور رشاد لېسو له ازمېښتنونو حمایوي څارنه وکړه.
د یادې څارنې په ترڅ کې د ازمېښتنونو عمومي وضعیت، د کیمیاوي موادو او وسایلو شتون، د ښوونکو د عملي تجربو د ثبت کتابچې او د ښوونځیو ازمېښتوني اړتیاوې وارزول شوې.
د ارزونې په پایله کې، د بګرامي لېسې ۱۰۴ قلمه لابراتواري کیمیاوي مواد د عبدالشكور رشاد لېسې ته ولېږدول شول، ترڅو د عملي تجربو ترسره کولو او د ساینسي مضمونونو د تدریس لپاره ترې ګټه واخیستل شي.
یاد اقدام د شته امکاناتو د اغېزمنې کارونې، د ازمېښتونيٍ اړتیاوو پوره کولو او په ښوونځیو کې د عملي زدهکړو د پیاوړتیا په موخه ترسره شو.
