له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۴ - ۹:۴۷
خبرهای مختصر ازفعالیت های معارف ولایات

بادغیس:
د بادغیس ولایت د جهادي مدرسې له زده کوونکو څخه د لوړې دورې او ټولو درجو ازموینه پیل شوه.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي محب الله احسان د يادې ازموينې د څارنې پرمهال د يادې مدرسې له مسوولينو او ښوونکو مننه وکړه، چې د پوهنې د کيفيت په لوړولو کې يې هڅې کړې او په دې برخه کې يې د نورو نوښتونو او هڅو غوښتنه هم وکړه .
فاریاب:
د فارياب ولايت د پوهنې مسوولين وايي: د عمومي زده کړو لپاره زرګونه درسي کتابونه له مرکز څخه د دغه ولايت پوهنې رياست ته استول شوي او ياد کتابونه به د ښوونځيو د زده کوونکو د شمېرو په پام کې نيولو سره د ولسواليو د پوهنې آمریتونو ته ووېشل شي. .
پنجشیر:
 د پنجشير ولايت د پوهنې رئيس مولانا غلام ایشان حماس له خپلو کارکوونکو سره غونډه وکړه او د هغو کسانو د اسنادو د ارزونې او استخدامولو په باب يې خبرې وکړې چې د ښوونکو لپاره د کانکور په ډله ايزه رقابتي ازموينه کې ریزرف شوي وو.
سرپل:
د اکتید دفتر مسوولینو د سرپل ولایت د پوهنې له رئیس مولوي محمد رحماني سره وکتل.
د سرپل د پوهنې رئیس د اکتید دفتر له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې د دغه دفتر له مسوولینو څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه، چې د هغوی له خوا ومنل شو.
لوګر:
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي: IRC موسسې د دغه ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ د دغه ولایت د ۲۲ ښوونځیو د ۱۰۰ تنو ښځینه او نارینه ښوونکو لپاره یې په ښوونځیو کې د پوهنې د کیفیت د لوړولو په موخه د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS