له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۴ - ۹:۵۶
له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

سرپل:
د سرپل ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني د دغه ریاست د څارنې له آمر، د ښار د پوهنې له آمریت او د دغه ریاست د پلټنې له مدیر سره یو ځای د دغه ولایت د سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو څخه لیدنه وکړه او د پوهنې په برخه کې یې د N,R,C موسسې د ارزښتناکو خدمتونو ستاینه وکړه. .
کندهار:
مولوي عبدالله صمدي د شاه ولي کوټ والسوالۍ د پوهنې آمر د پوهنې د څارنې له غړو سره یو ځای د دې والسوالۍ د وزیر شاه ولي خان د لیسې له تدریسي او اداري چارو څخه څارنه وکړه.
ننګرهار:
د ننګرهار ولايت د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د دغه ولايت د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخېلو لېسې د اداري چارو تر څارنې او کنټرول وروسته د دغې لېسې د ښوونکو هڅې وستايلې او له هغوی څخه یې ستاينه وکړه.
له همدې ولایت څخه د یو بل خبر له مخې:
د ننګرهار د پوهنې ریاست د سواد زده کړې آمریت میاشتنۍ غونډه د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو کې د سواد زده کړو آمرینو او مدیرانو په ګډون جوړه شوه، چې ګډونوالو په خپل وار د سواد زده کړي په آمریت کې په ستونزو او په ځینو مهمو لاسته راړونو باندې خبرې وکړې.
کابل:
د کابل ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي: په کابل کې د یونیسف سیمه ییز دفتر او د پوهنې وزارت د تعمیراتو ریاست انجینرانو د دغه ولایت په موسهي ولسوالۍ کې د جانان کلي له  منځني ښوونځي څخه لیدنه وکړه او د اوبو د څاګانو د کیندلو. په دې ښوونځي کې د تشنابونه  د جوړولو او د بریښنا د سولري تختو د نصبولو په اړه یوې هوکړې ته ورسېدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS