له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۴ - ۱۴:۳۲
خبرهای کوتاه معارف ولایات

پروان:
 د پروان ولایت د پوهنې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې آغا خان بنسټ د څه باندې یو میلیون او ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت یې د ورزشي وسایلو، کتابچو، میزونو او څوکیو او د ښوونځيو د اړتیا وړ نور توکي د پوهنې له ریاست سره په همغږۍ اخیستي دي، چې د دې ولایت په شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالیو په ۳۰ ښوونځیو باندې ووېشل شول.
 د ياد شوي ولايت د پوهنې رئيس مفتي محمد حسن حقاني د يادې شوې ادارې له مرستو مننه وکړه او د يادو ښوونځيو له مسوولينو يې وغوښتل، چې مرستو شویو وسایلو ساتنې او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.
خوست:
د خوست ولايت د پوهنې رياست رهبري پلاوي د دغه رياست د يو کال د فعاليتونو او لاسته راوړنو راپور یې د آزادۍ مينې لېسې او د غرغښت مرکزي لېسې د فراغت په مراسمو کې وړاندې کړ او د راتلونکو ښوونيزو پروګرامونو په اړه يې هم خلکو ته معلومات ورکړل.
فراه:
د فراه ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، ابرار موسسې د یونیسف د سیمه ییز دفتر په مالي مرسته یې د دغه ولایت په ګلستان والسوالۍ کې ۴۵ سیمه ییز، ښوونیز ټولګي جوړ کړي چې په دغو ټولګیو کې به ۱۵۸۰ تنه ماشومان زده کړې وکړي.
سرپل:
د سرپل ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني وايي: د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو د بېلابېلو ښوونځیو د ښوونکو او کارکوونکو لپاره د ژمنیو رخصتیو په پام کې نیولو سره، د دیني زده کړو حلقې جوړې شوې چې له دې فرصت څخه په استفادې سره به د دیني پوهاوي کچه لوړه کړي.
له همدې ولایت څخه یو بل خبر هم په ډاګه کوي:
د سرپل ولایت د کوهستاناتو والسوالۍ د عمومي زده کړو ۹۴ تنو ښوونکو ته د اکتید ولایتي دفتر په مرسته د لومړنیو مرستو، اروا پوهنې، رواني روغتیا او رواني ټولنیز ملاتړ، د ماینونو او چاودیدونکو توکو د خطرونو د مخنیوي د روزنې تر عنوان لاندې اته ورځنی سیمینار جوړ شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS