د کندهار ولايت د پوهني رياست د فعاليتونو په اړه څو لنډ خبرونه
د قبایلو ښوونځي زده کوونکو ته د دیني زده کړو د هڅونې، د ارزښتونو د څرګندولو او د هغوی د ښوونې او روزنې په موخه غونډه د کندهار ښاري حوزې د پوهنې د مسوولينو او ديني عالمانو په شتون کې جوړه شوه.
ويناوالو زده کوونکو ته د لارښوونې او هڅونې ترڅنګ له والدينو وغوښتل، چې د خپلو اولادونو زده کړو ته جدي پاملرنه وکړي.
د کندهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي:
د یونیسف او SHAO سیمه ییزو موسسو په مالي او اداري مرستو د دغه ولایت د ۹۶ د ښوونځیو د شورا غړو ته پنځه ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ شو.
په یاد سیمینار کې ۴۷۰ تنو ته د ښوونځي د رسمي اسنادو او نورو اداري فعالیتونو د پلي کولو او د شوراګانو د غونډو د ترسره کولو څرنګوالی وښودل شو.
د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې آمریت له دیني عالمانو، د عامې روغتیا او پوهنې له استازو سره په مشورتي ناسته کې له دوی وغوښتل چې د کارونو د پرمختګ او پیاوړتیا په برخه کې له دغه آمریت سره مرسته وکړي.
د غونډې ګډونوالو په یاد ولایت کې د پوهنې په برخه کې د مثبتو فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ د مرستو ژمنه وکړه.
همدا شان:
د دې ولايت د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي محمد خان طيب د دې ولسوالۍ په کرز کلي کې د المدرسه المظهر ابوحنیفه دارالعلوم څخه ليدنه وکړه او د پوهنې د نظم او کیفیت په اړه يې له مسوولينو سره خبرې وکړې.
د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي صديق الله هلال له ديني عالمانو، شيخانو او مخورو سپین ږیرو سره د ليدنې پر مهال د ښوونځيو او مدارسو ترمنځ د نصاب په اړه خبرې او مشورې وکړې، چې د دوى له لوري يې تود هرکلى وشو.
په ورته ډول:
د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د ښوونیز څارنې غړو د عبدالله خان، عبدالرازق، علي نیکه، عبدالرزاق، جلال او باز محمد خان ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه یې لیدنه وکړه.
د كندهار د پوهني رياست د اسلامي زده كړو آمر مولوي نعمت الله الفت هم له راغلي پلاوي سره د احمدي مدرسې د نتايجو د اعلان په مراسمو کې او د ديني مدارسو د ملاتړ د اعلانولو پر مهال د يادو ديني مدارسو له مسوولينو څخه وغوښتل چي د ديني زده كړو په برخه كي پاملرنه وكړي. او په ځانګړي ډول د مدارسو د کمیت او کیفیت په برخه کې جدي چلند وکړي
