له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۹:۵۲
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه  هلمند پوهنې وزارت د یونیسف مؤسسې په مرسته د هلمند ولایت پوهنې ریاست ته ۲ زره او ۱۶۲ ښوونیزې بستې او قرطاسیه لېږلي دي، ترڅو د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو  پر زده کوونکو او ښوونکو ووېشل شي.  د دې ولايت د پوهنې رياست د مسئولينو په وينا، په پام کې ده چې دغه مرستې د ټاکل شوې سهمیې پر اساس د ښوونځیو پر زده کوونکو او ښوونکو ووېشل شي.  غزني د غزني ولایت د پوهنې رئیس مولوي میر نصیر احمد حسیني د دې ولایت له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه.  په دې لیدنه  کې د يادې مدرسې د اداري او تدريسي اس

هلمند

پوهنې وزارت د یونیسف مؤسسې په مرسته د هلمند ولایت پوهنې ریاست ته ۲ زره او ۱۶۲ ښوونیزې بستې او قرطاسیه لېږلي دي، ترڅو د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو  پر زده کوونکو او ښوونکو ووېشل شي.
د دې ولايت د پوهنې رياست د مسئولينو په وينا، په پام کې ده چې دغه مرستې د ټاکل شوې سهمیې پر اساس د ښوونځیو پر زده کوونکو او ښوونکو ووېشل شي.

غزني

د غزني ولایت د پوهنې رئیس مولوي میر نصیر احمد حسیني د دې ولایت له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه  کې د يادې مدرسې د اداري او تدريسي اسنادونو د کتلو ترڅنګ  له درسي خونو او لیلیې څخه لیدنه وکړه او د یادې مدرسي د فعاليتونو د لا ښه والي په موخه مسئولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

لغمان

د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د شهید عبدالوهاب لېسې د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې د ګډون په ترڅ کې د علم، پوهې پر ارزښت او پرمختګ خبرې وکړې او په پای کې د یادې لېسې له زده کوونکو څخه د شهادتنامو په ورکولو سره ستاینه وشوه.
د دې ولایت د پوهنې رئيس له فارغانو څخه وغوښتل، چې په دې  سند بسنه ونه کړي او خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS