د کابل ښار د ښوونځيو سپورتي ټېمونو ترمنځ، د منډو جوړولو سيالۍ ترسره شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۱۴:۳۸
123

 څه موده وړاندې د کابل ښار د ښوونځیو سپورتي ټېمونو ترمنځ دارالامان ماڼۍ څخه تر پل سوختې پورې، د ۵۰۰۰ مترو په واټن سیالۍ  پیل شوې؛ چې اوس د یادو سیالیو پايلې اعلان شوې.
 د پايلو د اعلان په مراسمو کې، د پوهنې وزارت د لومړنيو او ثانوي زده کړو رئيس محمد رحيم ايوب، د ياد رياست بدني روزنې آمر، او زده کوونکو ګډون درلود.
 د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئيس په خپلو خبرو کې، د اعلان شویو پایلو له امله ګټونکو ټېمونو ته مبارکي وویله او ویې ویل، سپورت د خلکو د روغتیا ضامن دی او د پوهنې وزارت، ځوانانو ترمنځ د  سپورت ودې او پیاوړتیا ته جدي پاملرنه کوي.
 د اعلان شويو پايلو له مخې؛  د ذبیح الله شهید لېسې د زده کوونکو لوبډلې لومړی، د آزاد خان او محمود طرزي لېسو سپورتي ټېمونو په ترتیب سره دویم او درېيم مقامونه وګټل.
 په پای کې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست رهبري، او د بدني روزنې آمريت مسئولینو د سیالیو اتلو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او جایزې ووېشلې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS