د فاریاب ولایت له پوهنې ریاست سره د خلکو مرستې دوام لري

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۷:۵۳
بلا

د هېواد له ښوونیز او روزنیز نظام سره د پوهنې دوستو خلکو د ملاتړ په دوام، په دې وروستیو کې د فاریاب ولایت د بېلابېلو ولسوالیو یو شمېر شریفو خلکو خپلې شخصي ځمکې د یاد ولایت پوهنې ریاست ته ځانګړې کړي دي.

چې تفصیل یې په لاندې ډول دی:د کورکوري ښوونځي د جوړولو لپاره ۶۰۰۰ متره مربع ځمکه، د قدوغک ښوونځي د ودانۍ لپاره ۲۱۰۰ متره مربع ځمکه، د یاد ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د آلنجي ښوونځي د ودانۍ لپاره ۲۱۵۰ متره مربع ځمکه او د خواجه غار ولسوالۍ مرکزي ښوونځي ودانۍ لپاره ۲۲۹۵ متره مربع ځمکه. 
د يادونې وړ ده، چې د يادو سيمو اوسېدونکو د پوهنې مشرتابه په مشرۍ په جلا جلا غونډو کې هر يو په رسمي ډول د خپلو ځمکو اسناد د فارياب ولايت پوهنې رياست ته د ثبت په موخه سپارلي دي.
دفارياب ولايت دپوهنې رياست مشرتابه د یاد ولايت دخلکو له مرستو او همکاريو څخه چې دپوهنيز نظام دپرمختګ او ښه والي په لاره کې یې کړې دي، مننه وکړه او له نورو شتمنو هېوادوالو او په تېره بيا له ملي سوداګرو څخه يې وغوښتل، چې یاد بهير ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۱:۳۰
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت اټغر ولسوالۍ د پشي‌کاریز لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ښوونځي د تعلیمي شورا په مالي ملاتړ او د سیمه‌ییزو مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه.
د دغې ولسوالۍ پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۱:۲۶
Background image

د جوزجان ولایت په یو باب دارالحفاظ کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت د شبرغان ښار اړوند کوک‌ګنبد سیمې په ابوایوب انصاري دارالحفاظ کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۱:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو باب دارالحدیث بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتیا ولایت څمکنۍ ولسوالۍ اړوند د حقانیه مجیدیه دیني مدرسې لپاره د یو باب دارالحدیث بنسټ ډبره، د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لومړني لګښت، د یوه متدین او علمي شخصیت په مالي مرسته او د یاد. . .

BACK TO NEWS