دپوهنې وزارت معين په سپين بولدک کې د راستنېدونکو مهاجرينو سره وکتل
![123](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-06-05_at_11.51.22_am.jpeg)
د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري معین مولوي صبغت الله وصیل چې د جوماتونو او پوهنې د تنظیم د کمېټې د پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته تللی و، له پاکستان څخه د راستنېدونکو کورنیو سره وکتل.
د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې، د سرچینو او اداري معین مولوي صبغت الله وصیل چې کندهار ولایت ته تللی ؤ د یاد ولایت په سپین بولدک سیمه کې له پاکستان څخه د راستنو شویو کډوالو کورنیو سره وکتل او له هغوی سره یې د اسلام د سپېڅلي دین له نظره د کډوالۍ پر موخو او ګټو خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت معین دوی صبر او زغم ته را وبلل او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د پوهنې وزارت د ټولو افغانانو د ګډ کور په توګه د خپلې تګلارې له مخې د ټولو افغانانو په ګډون د زده کړو د زمینې برابرولو ته چمتو دی.
په ورته مهال یو شمېر کډوالو د نورو په استازیتوب، د پوهنې له وزارت څخه د خپلو ماشومانو د زده کړو په برخه کې مننه وکړه.