بلخ ولایت کې د یو باب دیني مدرسې لپاره ځمکه ځانګړې او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه
![45](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-11-18_at_1.44.37_pm.jpeg)
مزارشريف ښار اړوند د خالد ابن وليد ښارګوټي مسئول او د بلخ ولايت د پوهنې دوست یوه تن شخصیت مصطفى، د یاد ولايت پوهنې رياست د مشرتابه پلاوي، ديني علماوو، د نظامي او ملکي ادارو مسئولينو په حضور کې، د دغه ښارګوټي دوه زره متره مربع ځمکه د عبدالله ابن زبير(رضي الله عنه) مدرسې ودانۍ لپاره ځانګړې کړه.
د بلخ پوهنې رئيس د يادې مدرسې د بنسټ ډبرې اېښودلو پرمهال، د خالد ابن وليد ښارګوټي له مسئول څخه مننه وکړه او ويې ويل: د يادې مدرسې د جوړېدو لګښت به زموږ د دغه علم دوست هېوادوال او يو شمېر سوداګرو په همکارۍ ورکړل شي.
نوموړي له نورو مرسته کوونکو او شتمنو هېوادوالوهم وغوښتل، تر څو د ښوونځيو او مدارسو په جوړولو کې فعاله ونډه واخلي.
د پوهنې رئیس په وينا، په پام کې ده دغه ديني مدرسه به په پینځو پوړونو کې له نورو اړوینو ملحقاتو سره جوړه شي.