جاني خیلو کې یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ کې د اورګوړ لیسې د ودانۍ بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په
ترځ کې کېښودل شوه.
د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچی ځاځي وایي، چې پر دې ودانۍ د پوهنې وزارت له پرمختیایي بودیجې څخه شاوخوا ۲۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي ، چې د احاطې دېوال او نورو آسانتیاو تر ځنګ ۱۰ درسي ټولګي او دوه اداري خونې ولري.
ښاغلي ځاځي د ودانۍ د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د سیمې خلکو ته په خبرو کې ټینګار وکړ، چې دولت د ټولو امکاناتو په کار اچولو سره د پوهنې برخې ته ځانګړې پاملرنه اړولې او هڅې دادي، چې ټول ماشومان په ځانکړي ډول نجونې باکیفیته زده کړو ته لاسرسي ومومي.
د پوهنې رییس دغه راز د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د ودانۍ د ساتلو ترڅنګ خپل اولادونه د یوې ښې راتلونکې لپاره ښوونځیو ته ولېږي.