د دايکنډي ولايت د ديني مدارسو اړوند بستونو د رقابتي آزموينې د اعلان په اړه مشورتي غونډه تر سره شوه
![47](/sites/default/files/2024-02/whatsapp_image_2024-02-25_at_9.15.51_am.jpeg)
د دايکنډي ولايت د پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې، د ياد رياست د کليدي څانګو آمرينو، د ولايت مقام مسئولینو، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون او د سيمه ييزه ادارو يو شمېر استازو برخه اخيستې وه.
په ياده غونډه کې د دايکنډي ولایت د مرکز سربېره د پاتو، شهرستان، میرامور، کیتي او کجران ولسوالیو د دیني مدارسو مسئولینو هم حضور درلود.
دغه راز په غونډه کې د تېرې رقابتي آزموينې پياوړتياوې او نيمګړتياوې په هر اړخيزه توګه وارزول شوې او پرېکړه وشوه، تر څو د ياد ولايت د مرکز او ولسواليو د خالي بستونو په راتلونکي آزموينه کې بايد له تېرو تجربو څخه کار واخيستل شي.